اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی)د كورنيو چارو وزير احسن اقبال وئيلي دي قانون ټولو لپاره يو دے۔ د هېواد وزيراعظم كه عدالتونو ته مخامخ كېد?? شي او هغه له سزا وركول?? شي نو آئين ماتونكي او هېواد ته زيان رسوونكي هم بايد عدالتونو ته مخامخ شي۔ پاكستان به سيمه كښې امن له ګاونډيانو سره په ګډه خپل كردار ترسره كوي۔ ترهګرۍ ته ماتې وركولو له اشتراك او مرستې ته اړتيا ده۔ د نادرا دائره كار به پراخه او اسانۍ به زياتول?? شي۔ د شورؤ په ورځ بليو اېريا كښې د نادرا مېګا سروس سنټر دورې په مهال د ابلاغ ذريعو نمائندګانو سره خپلو خبرو كښې داخله وزير ووئيل د نادرا سروس سنټر دورې مقصد د نادرا لخوا وګړو ته د وركړې شوو اسان??و جاج اخستل دي۔ ده ووئيل نادرا يو سپېځلې اداره ده۔ 1998ء كښې زمونږ حكومت د وژن 2010ء تر سېوري لاندې د دې ادارې بنياد اېښودې ؤ ۔ اوس دا په نړۍ كښې د ډېټا بېس يو لېجنډ اداره جوړه شوې۔ ده ووئيل ما د نادرا دفترونو او موبائل وېنز شمېرې زياتولو له امر كړے دغسې چې د هېواد په ټولو سيمو كښې اولس د نادرا اسانيو څخه استفاده وكړي۔ ده ووئيل د 70 موبائل وېنز زر تر زره دې باوري كړ?? شي او وګړو له به د دوئي كورته نزدې د پاسپورټس او شناختي كارډ وركول باوري كوو۔ ده ووئېل د آن لائن نظام پېل كېدو سره وګړو او په خاص توګه بهر هېوادونو كښې پاكستانيانو ته به ډېرې اساني ترلاسه شې۔ وېزې به هم آن لائن جاري كول?? شي او د دې دائره به پراخه كول?? شي۔ د امريكې ن??ې پالېسۍ په اړه د يوې پو??تنې په ځواب كښې داخله وزير ووئيل خارجه وزارت په دې معامله د پاكستان دريځ بيان كړې۔ پاکستان د ترهګرۍ په ضد د كوم هم هېواد څخه زياتې قربانۍ وركړې دي او مونږ ترهګرو تر ټولو زيات په نښه كړې يو۔ پاكستان چې د ترهګرۍ په ضد كومې كاميابۍ ترلاسه كړي مثال نه لري۔ ده ووئېل د ترهګرۍ په ضد زمونږ عزم څوك خوشحالول يا خفه كول نه دي بلكې امن راوستل دي۔ مونږ په ټوله نړۍ كښې امن غواړو۔ سوكالھ سباؤن له يوازې په پولو نه بلكې سيمه كښې هم بايد امن وي۔ ده ووئېل ګاونډيانو هېوادونو سره په ګډه سيمه كښې امن لپاره په خپل كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل د سيمې هېوادونو له په ګډه د ترهګرۍ په ضد كار كول وي۔