اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د پاك بحريه مشر ا??ډم??ل ظفر محمود عباسي ته د ټولو لوے عسكري اعزاز “نشانِ امتیاز” (ملټري) وركړې۔ په دې لړ كښې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې دوستوره وشوه۔ نېول چیف ته دا اېوارډ د ھغه د اوږدې مودې د خدماتو٬ د ستائنې جوګه غېر معمولي كاردګي او وظيفې سره د لوړې مينې په اعتراف كښې و??كړې شوې۔ ا??ډم??ل ظفر محمود عباسي د خپلو ټولو ذمه واريو سره سره د قائدانه صلاحيتونو ٬ اعلٰې كردار ٬ د ذكر وړ پېشه ور قابليت او د ذمه وارۍ څرګندونه ده۔ ا??ډم??ل ظفر محمود عباسي په كال 1981 كښې د پاك بحريه په آپرېشنز برانچ كښې كمېشن ترلاسه كړې٬ ظفر محمود عباسي ابتدائي تربيه د رائل نېول كالج “ډارټ مته” انګلستان څخه ترسره كړې۔ د کمېشن په موقع ئې پاكستان نېول اكېډمي څخه د اعزازي شمشېر ترلاسه كړې۔ د خپلې و??يفې په مهال ا??ډم??ل ظفر ظفر محمود عباسې په مختلف كمانډ اېنډ اسټاف چوكو د كار كولو پراخه تجربه لري۔ ?? ظفر محمود عباسي په كمانډ ټاكنه كښې د بېړو كمانډ٬ د پاكستان نېول اكېډمۍ كمانډنټ٬ كمانډر 25م ډسټرائر اسكواډرن٬ د مېري ټائم سېكيورټي اېجنسۍ ډائرېكټر جنرل٬ کمانډر کوسټ، کمانډر لاجسټکس او د پاكستان فلېټ کمانډر شامل دي۔ ??فر محمود عباسي په هېډكوارټر نيو سېنېټ بحرېن كښې د ګڼو هېوادونو كمبائنډ ټاسك فورس-150 د كمانډ اعزاز هم ترلاسه كړې دې۔ د ظفر محمود عباسي په سټاف ټاكنه كښې د اسسټنټ چيف آف نېول سټاف (پلانز)٬ چيف انسپكټر (نېوي)٬ دوهم چيف آف نېول سټاف (آپرېشنز) او چيف آف سټاف شامل دي۔ ????ډم??ل ظفر محمود عباسي د نېشنل ډيفنس پوهنتون اسلام آباد او رائل اسټرالين نېوي اسټاف كالج څخه ګرېجوېټ دې۔ په دې دستوره كښې عبدالقادر بلوچ، لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر جنجوعه، راجه ظفر الحق، د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ٬ چيف آف آرمي سټاف٬ چيف آف اېئر سټاف٬ د وسله والو ځواكونو سينئر اهلكارو او سول چارواكي ګډون وكړو۔