اسلام آباد ۔ 4 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم او??نګزېب وئيلي دي يو خوا د مسلم ليګ (ن) او محمد نواز شریف هېواد څخه د تيارو لرې كولو لوظ تر س??ه كولې شي او بلخوا پارلمان او ادارو ته سپك ويوونكې نن هم په كنټېنر ولاړ هغه زړه ژبه خوزوي۔ د پخواني وزيراعظم د لور او زوم سره احت??اب عدالت ته د تللو مقصد د آئين او قانون سرلوړي باوري كول دي۔ اولس به ووټ هغه ګوند له وركوي كوم چې پاكستان او اولس له كار كوي۔ د ګل په ورځ ا حت??اب عدالت څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې دې ووئيل پخواني وزيراعظم او مسلم ليګ (ن) هېواد څخه د تيارو ختمولو لوظ كړې او تاسو واورېدل چې پرون د لوډشېډنګ ختمولو اعلان شوې ۔ دې ووئيل څومره پاور جنرېشن چې د مسلم ليګ (ن) په دور كښې رامخې ته شوي هغه مثال نه لري۔ مريم او??نګزېب ووئيل په دسمبر 2013ء كښې د برېښنا پېداوار 9279 مېګاواټ وو او طلب ئې 11 زره 799 مېګاواټ وو۔ دسمبر 2017ء كښې د برېښنا پېداوار 16 زره 477 مېګاوات او مجموعي طلب 14 زره 17 مېګاواټ دے۔ دې ووئيل د څلورو كلونو په مهال هېواد كښې د برېښنا پېداوار 7465 مېګاواټ زيات شوې۔ دې ووئيل كله چې مونږ پاور پراجېكټس لګول نو يو كس ??حتجاجې ناسته كوله ۔ هغه په كنټېنز ولاړ ؤ او په پارلېمنېټ ئې بريد كولو۔ هغه د اسلام آباد بندولو خبره كوله او آئين او ادارو ته ئې بد رد وئيل۔ دې ووئېل نن هغه كس ??يا كنټېنر ته ختلې او هم هغه ژبه خوزوي۔ بلخوا د مسلم ليګ (ن) او محمد نواز شریف هېواد څخه د تيارو لرې كولو لوظ تر س??ه كولې شي ٬ دوهمې وزيرې ووئيل هېواد څخه تيارې لرې كوؤنكې او ترهګري ختموونكې نن نااهل شوي او احت??اب عدالت ته وړاندې كېږي۔ دوهمې وزيرې ووئيل د پخواني وزيراعظم د لور او زوم سره احت??اب عدالت ته د تللو مقصد د آئين او قانون سرلوړي باوري كول دي۔ دوهم وزيرې ووئيل راتلونكي وخت به دا وښائي چې اولس به ووټ هغه چاته له وركوي څوك چې پاكستان او پاكستاني اولس له كار كوي۔