اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او قومي ورثه دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې ع??ران خان نن بيا هغه پخوانې ريكارډ چلولې٬ هغه د خپلو تقريرونو د لارې خپل ځان بې وقوف جوړوي٬ ووايه د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال دې څومره د برېښنا پروژې ولګولې٬ ووايه 350 د اوبو بندونه چرته دي٬ِ عمران خان صاحب قوم ته ووايه انصاف بس چرته دے٬ ووايه د احستاب كميشن تالا به كله پرانيځې٬ عمران خان صاحب تا د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال د ??ړا كولو٬ دروغ وئيلو او كنځلو كولو نه علاوه نور څه وكړل٬ عمران خان صاحب اوس خو به ان شاالله اورنج ټرېن هم ترسره شي٬ ستا به څه كېږي٬ عمران صاحب دې په راتلونكې وېنا كښې په خېبر پښتونخوا كښې د خپل حكومت په كاركردګې يوازې د??ې جملې ووائي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې دوهمې وزير مريم اورنګزېب ووئيل چې ع??ران خان صاحب تا چې د تېرو څلورو كلونو په مهال څومره دروغ ووئيل كه دومره كار دې كړے و نو د خېبر پښتونخوا خلقو به ستا په ضد د بني ګالا نه بهر احتجاجي مظاهرې نه كولې۔ هغې ووئيل چې ع??ران صاحب ټول قوم ستا كرپشن٬ مني لانډرنګ٬ د جوارې پېسو٬ د ګوند فنډنګ٬ په پارلمان بريد ٬ په پي ټي وي برېد كسېونو كښې د ترهګرې د مخ نيوي عدالت٬ د ټاكنو كميسون او سترې محكمې ته ګوري۔ هغې ووئيل چې ع??ران صاحب ته د پاكستان او په خاص توګه د كے پي كے د اولس نه د كوم څيز بدل اخلې۔ وفاقي حكومت د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال ستا د برخې كار هم كړے٬ ځكه چې ته خو د كانټينر څخه نه راكوزېدے۔ هغې ووئيل چې ع??ران صاحب كه تا د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال په خپلو مشورو هم عم?? كړے و نو د خېبر پښتونخوا د خلقو حالت به ښه و۔ عمران صاحب په خېبر پښتونخوا كښې دې مېټرو او بس سروس خو پېل نه كړے شو اوس خو ركشه سروس پې?? كړه۔ عمران صاحب به په راتلونكې غونډه كښې وشمېري چې د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال ئې څومره دروغ وئيلي دي۔