اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د وزيراعظم ??اهد خاقان عباسي لخوا د حلقه بنديو په اړه د پيپلز ګوند د 11 وړاندېزونو مسترد كېدو خبرونو ترديد كولو سره وئيلي دي حكومت د مشاورت په جمهوري اصولو باور لري او د پارلماني فريقو وړاندېزونو ته د قدر په سترګه ګوري۔ په حلقه بنديو قانون سازي يوه مهمه آئيني او جمهوري غوښتنه ده۔ حکومت د آئینی ، پارلیمانی او جمهوري رواياتو تر??خه په دې معامله پېشرفت كوي۔ د شورؤ په ورځ خپل يو بيان كښې دوهمې وزيرې ??ين?? ورځپاڼو كښې خپور شوي خبرونه بې بنسټه ګرځولو سره ووئيل د وزیراعظم ??اهد خاقان عباسی په مشرۍ كښې د شريكو ګټو كونسل غونډه شوې وه كومه كښې چې ټولو صوبو په حلقه بنديو او دې سره په اړو??د نورو چارو بشپړ غور كولو څخه وروستو په ګډه پرېكړې كړې وې۔ دې ووئيل ټولو چارو ته بايد د شريكو ګټو كونسل پرېكړې په رڼا كښې وكتلې شي۔ دې ووئيل حكومت د مشاورت په جمهوري اصولو باور لري او د پارلمان ټولو فريقو وړاندېزونو ته د قدر په سترګه ګوري۔