اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د سیاسي بدلون باوجود د حكومت د پاليسو ت??لس?? په ځائ دے٬ حكومت د ټېكسونو نظام بهترۍ له كار كوي٬ د ټېكس دائره پراخه كېدو سره به د هېواد معيشت لا ښه شي٬ حكومت په لږه موده كښې معاشي استحكام له عزم لري۔ وزيراعظم دا خبرې د جمعې په ورځ سټېټ بانك كراچۍ كښې د ترسيلات زر لپاره د اېم والټ اكاٶمټس او اېس اېم اي فنانس دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل په كال 2018 كښې به پاكستان د پوليو رنځ نه پاك شي٬ ده ووئيل د مركزي بانك په ??وره اقداماتو خوشحاله شوې يم ٬ زيات ترسيلات زر په ??ېر روايتي توګه منتقل كېږي۔ ده ووئيل كوچنو او د مېنځنۍ درجې صنعتونو ته د مركزي بانك ملاتړ ترلاسه دے او غېر ملكي ك??پنۍ پاكستان كښې سرمايه كارۍ له راوړاندې كېږي ك??م چې معاشي پرمختګ لپاره غوره ګام دے ۔ ده ووئيل د كوچنو او د مېنځنۍ درجې صنعتونو ضروروتونه نه وٶ ترسره شوي ٬ ده ووئېل اوسني حكومت كښې كوچنو او د مېنځنۍ درجې صنعتونو ته د مركزي بانك ملاتړ ترلاسه دے ٬ كه مالياتي ادارې ملاتړ وكړي نو كوچنو او د مېنځنۍ درجې صنعتونه لا پرمختګ كولې شي ۔ وزيراعظم ووئيل معاشي پرمختګ د اېس اېم اي څانګې پرمختګ سره تړلې دے كه مالياتي ادارې مرسته وكړي نو دا سېكټر لا پرمختګ كولې شي ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل اېس اېم اي مهم څانګه ده په ??ې كښې د كاروباري سرمايه كارې موقعې لټولو ته اړتيا د۔ ده ووئيل حكومت د ټېكسونو نظام لا بهترۍ له كار كوي٬ د ټېكس دائره پراخه كېدو سره به د هېواد معيشت قوي شي٫ ده ووئېل ټېكس وركول د هر وګړي بنيادي ذمه واري ده۔ د مالياتي او ك??نټ اكاٶنټ زيان لږ نه لږ كولو له هڅې روانې دي ٬ ده ووئېل حكومت په لږه موده كښې معاشي استحكام له عزم لري۔