اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشر سناتور لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقيوم د برتانيې د پارلمان په غړو زور راوړې چې هغوي د هند لخوا په مقبوض?? كشمير كښې د روانو بشري حقونو خلاف ورزيو په ضد د برتانيې په دارالعلوم كښې غږ ??ورته كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د برتانيې د پارلمان غړو اليكس سوبيل او هيلارے بينسن سره د ملاقات پھ مهال كړې۔د جاري شوي پرېس رېليز له م خې سناتور عبدالقيوم ووئيل د برتانيې غړو د هر ډول غږ ??ورته كولو وعده كړې او د دې عزم هم څرګندونه كړی چې هغوي به د برتانيې حكومت له تجويز وركوي چې د هند څخه د مقبوض?? كشمير د 7 لكه قابضو عس??رو تر ويستلو به هند ته هر ډول وسله نه وركوي۔ده خواست وكړو چې تر څو برتانيه د كشمير مسئلې برخه ده دا د برتانيې اخلاقي ذمه واري جوړیږي چې د كشمير مسئلې حل كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړي۔دا خبره د ذكر وړ ده چې د ملاقات په مهال جنرل عبدالقيوم سره د بلوچستان څخه سناتور داؤد خان او د خېبرپښتونخوا څخه سناتور باز محمد خان هم شامل وو