پینډۍ 13 فروری) اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال ??مر جاوېد باجوه وئېلي دي د سيمه ايز امن او استحكام لاره د افغانستان څخه تېرېږي۔ده په كابل كښې چيف آف ډيفنس كنفرنس ته خطاب كولو۔د آئي اېس پي آر ترمخه چيف آف ډيفنس كنفرنس كښې كمانډر يو اېس سېنېټ كام٬كمانډر زيزلوټ سپورټ مشن(آر اېس اېم)افغانستان٬قزاخستان٬ كرغزستان٬ تاجكستان٬تركمانستان او د ازبكستان د پوځ سرلښكرانو ګډون وكړو۔د دې كنفرنس مقصد سيمه كښې امن او سلامتيا لپاره مرسته دوامداره ساتل دي۔د پاك پوځ سرلښكر جنرال ??مر جاوېد باجوه ووئيل منطقې په ګډه پرمختګ كوي٬كوم هېواد يوازې پرمختګ نشي كولې۔ده ووئيل پاكستان خپلې خاورې څخه د ترهه ګرو پ?? ځايونه ختم كړي ۔ترهه ګر د 27 لكه افغان كډوالو د موجودګۍ ګټھ پورته كوي۔ترهه ګر په پاك افغان پوله د فعاله امنيت نشت والي هم ګټ?? پورته كوي۔ ده ووئېل پاك پوځ د ردالفساد عملياتو د لارې د افغان كډوالو پ?? جامه كښې ترهه ګري كوونكي هم په ګوته كوي۔جنرال ??مر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان به چاله د خپلې خاورې د كوم هېواد په ضد د كارولو اجازه ورنه كړي او د نورو هېوادونو څخه هم دا هيله لري۔ده ووئيل د ټولو چېلنجونو مقابلې له او د مرستې او استحكام لپاره پاكستان خپل كردار ترسره كولو له چمتو دے