اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي قامي اسمبلۍ كښې د فاټا په حقله قامي يو والې خوش آئند دے٬پھ داسې د چا جذبات مجروح كول ښھ نه دي٬پاكستان د كركې د سياست او په ټول ټاكنو كښې د تاخير متحمل كېدې نه شي٬پاكستان كښې د اخلاقو نه د لرېوالي او د بدتميزۍ د سياست هېڅ ځاې نشتھ٬د فاټا اولس له هم هغه آسانۍ وركول غواړو كومې چې د هېواد نور اولس ته ترلاسه دي٬??مو??ږ مقصد د قبائېلي سيمو د اولس باور ترلاسه كول دي او هم دا ??مو??ږ لاره ده۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فاټا انضمام په حقله د 31م آئيني بدلون منظورۍ نه وروستو په خپله وېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل قامي اسمبلۍ نن يو تاريخي بل م??ظور كړی او د دې نتيجې به ډېرې ګټورې وي٬د م??ال??ې ډلې مننه كوم چا چې بل پھ منظورۍ كښې ??مو??ږ ملګرتيا كړی٬دا هڅه د تېرو څلورو كلونو نه روانه وه ??و په دې اړه د سرتاج عزيز په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړی شوې وه كومې چې دوه ??وه نيم كاله كار وكړو او راپور يې وړاندې كړو۔ده ووئيل د دغه راپور په بنياد د فاټا كمېټي جوړه كړی شوه چې پكښې سرلښكر٬صوبائي اعلٰی وزيران٬ګورنر٬وفاقي وزيران او نور شامل وو۔دغې كمېتۍ د راپور جاج واخست او وروستو ورله د بل شكل وركړې شو۔حكومت او م??ال??ه ډله په بل سلا شول او نن بل م??ظور كړی شو۔وزيراعظم ووئيل په خاص توګه د سيد خورشيد شاه ٬ شاهد محمود قرېشي او د فاروق ستار پشمول د ټولو مننه كوم چا چې د بل م??ظورۍ په اړه نه يوازې ??مو??ږ ملګرتيا كړی بلكې خپلې رائے يې هم راكړې دي۔ده ووئيل نن هم حكومت او م??ال??و ګوندونو په سلا دا بل م??ظور كړی۔د دې بل پھ حقله چې څنګه قامي يو والي ته اړتيا وه هم هغسې اتفاق پیدا شو۔د عمران خان وېنا په حقله وزيراعظم د نوم اخستو نه غېر ووئيل زه پھ دې افسوس لرم چې اوس كومه وېنا وكړی شوه ??و په كښې داسې خبرې وشوې چې د كومو ضرورت نه وو٬نن داسې كومه خبره نه وه پكار چې ترې كركه محسوسېيږي۔ده ووئيل د دې خبرو نه د پاكستان اولس خبر دے او په دې غونډه كښې څو ځله په دې بحث شوې چې دهرنا ولې وه ?? چا وكړه ؟ څنګه وشوه ??و قانوني اړخ يې څه و۔ده ووئيل كه د الېكشن كومه شخړه وي د هغې حل له په الېكشن كمېشن كښې پيټشن دائر كېږي او دغسې دغه عمل ترسره كېږي۔