د سندھ ګورنر د ايران قونصل جن??ل د روژه ماتي دستوره كښې ګډون
کراچی ۔ 26 مئی (اے پی پی) د سندھ ګورنر محمد زبېر وئيلي دي پاكستان او ايران يو بل سره د تاريخ ٬ كلتور او اسلامي ورورولۍ په خپلولۍ كښې تړلي دي هم دغه سبب دے چې ددواړو هېوادوو د اولس زړونه يو ځائې درزېږي۔ د جاري كړې شوې اعلاميې لمخې ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د ايران قونصل جن??ل احمد محمدی لخوا راجوړه كړې شوې د روژه ماتي دستوره كښې وكړه۔ د سندھ اسمبلۍ سپيكر آغا سراج خان درانی ، دوهم سپيكره سیدہ شهلا رضا، پخوانې اعلی وزير سيد قائم علي شاه ٬ سید غوث علی شاہ ، د بېلو اسلامي هېوادونو سفيران او نور مهم شخصيات هم دستوره كښې موجود وو۔ د سندھ ګورنر ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره تاريخي اړيكې لري۔ هر كال پاكستان څخه د زائرينو لوئې شمېر ايران كښې د موجوده مقدس ځايونو زيارت كولو له ??ي۔ د?? ووئيل په قدرتي او ناڅاپي آفتونو كښې د مرستې په كارونو كښې په برخه اخستلو د سندھ صوبې اولس د ايرن مننه كوي۔ د?? ووئيل د نن كراچۍ د كال 2013ء څخه بېخي بدله ده۔ د?? ووئيل د غوره امن په سوب د هېواد په معاشي مركز كښې سرمايه كارۍ له حا??ات سم دي او د ټولې نړۍ سرمايه كار دې څخه استفاده كوي۔ ده د ايران سرمايه كارو ته هم صوبه كښې د لا سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړه۔ قونصل جن??ل احمد محمدی د روژه ماتې دستوره كښې په ګډون كولو د ګورنر مننه وكړه