اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پ??) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د شخړيز كشمير اولس د خپلواكۍ حق تر??اسه كولو لپاره په هلو ځلو كښې د پاكستان حكومت او اولس د اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ پخلې كولو سره وئيلي دي بايد نړيواله ورورولي د سلامتيا كونسل د اړوندو قراردونو د لارې كشميري اولس سره د شوو لوظونو ترسره كولو لپاره خپل كردار تر سره كړي ۔ اولس مشر دا خبره د آزاد جمو کشمیر وزیراعظم راجه فاروق حېدر سره كړې چا چې د شورو په ورځ وزيراعظم افس كښې دوي سره مل??قا?? كړې۔ د مل??قا?? په مهال د آزاد او جمو کشمیر په مجموعي صورتحال او په شخړيز كشمير كښې د اولس حالت په اړه خاص خبرې اترې وشوې۔ وزیراعظم په مقبوضه کشمیر كښې د ریاستي تر??ګرۍ او د هندي قابضو ځواكونو لخوا د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو غندنه وكړه۔ ده ووئيل بايد نړيواله ورورولي د سلامتيا كونسل د اړوندو قراردونو د لارې كشميري اولس سره د شوو لوظونو ترسره كولو لپاره خپل كردار ولوبوي