قونيه 10 جولائي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن د تركيه قونيه ولايت ته رسېدلې دے۔د قونيه په هوائي اډه د قونيه والي يعقوب جان بولات د اولس مشر هركلے وكړو۔په دې موقع نور اعلٰی سول ??و پوځي چارواكي هم موجود وو۔په ځايې لباس كښې ملبوسو ماشومانو اولس مشر او وړومبې ??ېرمن ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړې۔اولس مشر به په قونيه كښې د مولانا روم مزار ته هم لاړو